Home » افغانستان » عمران خان: په سترګو وينو چې د افغانستان ستونزه لويېږي؛ خو نړۍ اقدام نه کوي
رویداد خبري آژانس

عمران خان: په سترګو وينو چې د افغانستان ستونزه لويېږي؛ خو نړۍ اقدام نه کوي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، په افغانستان کې شته بشري بحران ورځ تر بلې ناوړه وضعيت ته روان دی؛ خو په خبره يې لا هم نړۍ په دې اړه جديت نه کوي.

نوموړي دا خبرې نن يک‌شنبه د اسلامي همکاريو سازمان په غونډه کې چې په اسلام‌اباد کې روانه ده، وکړې. عمران له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې امريکا وهڅوي څو په افغانستان کې د روان وضعيت مخنيوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي.

عمران خان زياته کړه، که نړۍ د افغانستان وضعيت په مهارولو کې ژر او جدي اقدام نه وکړي، نو د وضعيت د لا خرابېدو امکان شته او په خبره يې دا چې پاکستان پخپله هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی، نو په افغانستان کې د وضعيت له خرابېدو سره له دې ډېر له کډوالو او له ترهګرۍ د کړېدو زغم نه لري.

نوموړی وايي، پاکستان د افغانستان جګړې له امله له ۱۰۰ ميليونه ډالرو ډېر تاواني شوی، ۸۰ زره کسان يې د ترهګرۍ له امله وژل شوي او دغه راز يې تر درې‌نيم ميليونه زياتو افغان کډوالو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

عمران خان دغه راز له طالبانو هم وغوښتل چې له نړۍ د تعامل په موخه دې ټول‌شموله حکومت جوړ او دغه راز دې د ښځو حقونو په ګډون ټولو بشري حقونو ته پاوبند و اوسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...