د پاکستان لومړي وزير عمران يو وار بيا د افغانستان جګړې پرمهال د خپل نېک کردار د ترسره کولو په اړه څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې دغه مهال پاکستان هم ډېر زيان زغملی دی.
نوموړي پرون دوشنبه د (لېندۍ په ۲۲مه) په اسلاماباد کې د يوې غونډې پرمهال ويلي، پاکستان په افغانستان کې د جګړې پرمهال ميليونونه افغان کډوالو ته ځای ورکړی او د دې ترڅنګ يې سلګونه ميليونه ډالر جانبي زيان هم کړی دی.
عمران خان زياته کړې چې د افغانستان په وضعيت کې د نوموړي هېواد د دولت مشرتابه بېوسۍ افغانستان په دوو برخو چې يوه د امريکا پلوې او بله يې مخالفه وه، ووېشه.
عمران خان نړيوالې رسنۍ هم ګرمې چې ګواکې د افغانستان په اړوندو مسئلو کې يې د پاکستان د ستاينې پر ځای د دغه هېواد حيثيت متضرر کړی.
په افغانستان کې عام باور دا دی چې پاکستان د افغانستان جګړې پرمهال مخالف لوري ته وسلې، امکانات او پټنځايونه ورکول او تل يې هڅه کړې چې په افغانستان کې د بنسټونو په له منځته وړلو سره دغه هېواد ځان ته اړ کړي.