Home » سیمه او نړی » عربي اماراتو له امريکا د وسلو اخيستو ۲۳ ميليارد ډالري هوکړې پر سر خبرې وځنډولې

عربي اماراتو له امريکا د وسلو اخيستو ۲۳ ميليارد ډالري هوکړې پر سر خبرې وځنډولې

په واشنګټن کې د عربي اماراتو سفارت خبر ورکړی چې له امريکا سره يې د هغې ۲۳.۳۷ ميليارد ډالري هوکړې پر سر خبرې ځنډولي دي، چې له مخې يې امريکا د F-35 پرمختللو جيټ الوتکو په شمول دفاعي مهمات پر عربي اماراتو پلوري.

اسوشيېټيډ پرېس د عربي اماراتو سفارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې په حواله ويلي، د يادې هوکړې پر سر ښايي په راتلونکې بل وخت کې بيا خبرې وشي.

د عربي اماراتو چارواکو بيا روېټرز ته ويلي، دا خبرې يې له دې کبله ځنډولي څو په هوکړه کې تخنيکي اړتياوې، خپلواک عملياتي محدوديتونه، بيې او دغه راز د عربي اماراتو ګټې و ارزول شي.

له دې سره د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلنکن ويلي، امريکا چمتوو وه چې د يادې هوکړې له مخې پر عربي اماراتو پرمختللې F-35  جېټ الوتکې وپلوري.

نوموړي زياته کړې، امريکا هڅه کوي چې د هغې ټکنالوژۍ پر سر خپل څار يقيني کړي چې پلوري يې او يا هم په سيمه کې متحدو هېوادونو ته ورکول کېږي.

د امريکا او عربي امارتو ترمنځ دا هوکړه تېر کال د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال شوې او له مخې به يې امريکا پر عربي اماراتو ۵۵ باله F-35 پرمختللې جېټ الوتکې، ۱۸ دانې MQ-9B ډوله بې‌پيلوټه هوايي سيسټم او له هوا ځمکې او له ځمکې هوا ته د مهماتو د لېږدولو سيسټم يوه بسته شامله ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...