Home » افغانستان » عباس ستانکزی: د طالبانو سياسي مخالفان دې بېرته راشي او له تخصص به يې استفاده وشي

عباس ستانکزی: د طالبانو سياسي مخالفان دې بېرته راشي او له تخصص به يې استفاده وشي

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شير محمد عباس ستانکزی وايي، اوس د دې وخت را سېدلی چې د کډوالو ترڅنګ د اسلامي امارت سياسي مخالفان هم بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي.

نوموړي چې نن شنبه د (لېندۍ په ۲۷مه) يې کډوالو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته خبرې کولې وويل، اسلامي امارت چمتوو دی چې د خپلو سياسي مخالفانو امنيت تامين او له تخصص يې ګټه پورته کړي.

ستانکزي د دې ترڅنګ زياته کړه، دامهال په افغانستان د اقتصادي ستونزو له امله بشري وضعيت سم نه دی او په خبره يې د پاکستان او ايران په شمول دې نړيواله ټولنه له افغانستان سره د ياد وضعيت په سمولو کې همکاري وکړي.

نوموړی وايي، د سياسي او امنيتي ستونزو ترڅنګ د اقتصادي ستونزو له امله ډېری افغانانو بهر ته کډوال شوي او اړتيا ده چې په کور دننه د کار زمينې په برابرولو سره ياد کډول بېرته راتګ ته وهڅول شي.

ستانکزي په ځانګړې توګه له ايران او پاکستان وغوښتل چې په خپلو هېوادونو کې له مېشتو افغان کډوالو سره د بشري او نړيوالو اصول په چوکاټ کې چلند وکړي او ورته دې د زده‌کړو، روغتيا او نورو برخو کې اړين خدمتونه وړاندي کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د امريکا له لوري د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازادول د اوسنيو سختو اقتصادي ستونزو په حل کې مؤثر دي او په خبره يې د اسلامي هېوادونو په شمول دې ملګري ملتونه وغوښتل د دغه کار لپار پر امريکا د بشري خواخوږۍ پر بنسټ فشار زيات کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...