Home » افغانستان » طالبانو د افغانستان پر رسنيو تازه بنديزونه وضعه کړل

طالبانو د افغانستان پر رسنيو تازه بنديزونه وضعه کړل

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عنی‌المنکر وزارت د رسنيو په اړه په يوه تازه اقدام کې د افغانستان پر رسنيو د يوه ۷ ماده‌ييز پرېکړه‌ليک په ترڅ کې يو لړ بنديزونه وضعه کړل.

په دې بنديزونو کې ويل شوي چې رسنۍ دې داسې فلمونه او ډرامې نه خپروي چې د شرعيت د اصولو او افغاني فرهنګ خلاف وي. رسنيو ته ويل شوي چې داسې ډارامې هم خپرې نه کړي چې تمثيلوونکي يې ميرمنې وي. د همدې بنديزونو په اوو مادو کې ښځينه خبريالانو ته هم لارښوونه شوې چې د کار پرمهال شرعي حجاب مراعت کړي.

دا لومړی ځل دی چې اسلامي امارت د کورنيو رسنيو لپاره چوکاټ وضعه کوي. په ټولنيزو رسنيو کې دا پرېکړه د رسنيو سانسور بلل شوی او له چارواکو غوښتل شوي چې پر رسنيو دې محدوديت نه وضعه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...