د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې پرون سېشنبه د (تلې په ۵مه) د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر کاروان ځانمرګی بريد شوی او په ترڅ کې يې ۲۱ پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د پاکستان پوځ که څه هم د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو د استخباراتو ځايي کارکوونکو له رسنيو سره په خبرو کې منلې چې بريد له بنو څخه شمالي وزيرستان ته د پوځي موټر پر تلونکي کاروان شوی دی.
دې سرچينو په ياد ځانمرګي بريد کې د ۲۱ پوځيانو د ټپي کېدو خبر ورکړی او زياته کړې يې ده، چې ټپيان د ميرعلي روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو ځايي نورو سرچينو بيا رسنيو ته د ټپيانو ترڅنګ د يو شمېر سرتېرو د وژل کېدو راپورونه هم تائيد کړي دي.
په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې دا ۵م ځانمرګی بريد دی چې په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو ترسره کېږي. د دې بريد زمواري تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې نه ده منلې.
له څو ورځو راهيسې پر شمالي او جنوبي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو خونړي بريدونه کېږي. پرون د جنوبي وزيرستان په ورسک سيمه کې هم د پاکستاني پوځيانو پر پوسته بريد کې ۲ پوځيان وژل شوي وو.