د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي پرون چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) په خپل ټوېټر کې داسې وېډيو خپره کړې، چې د نوموړ د ادعا له مخې د اوکراين په سوېل ختيځ ښار ماريوپول کې د ماشومانو پر روغتون د روسي ځواکونو له بريد وروسته وضعيت ښکاره کوي.
نوموړي ادعا کړې چې روسي ځواکونو د ماشومانو پر دې روغتون چې د ماشومانو زېږنتون هم په کې دی، بمبار کړی دی. زلينسکي دغه بريد په ښکاره توګه جنګي جنايت بللی او ويلي يې دي چې نړۍ به تر کومې پر ورته جنګي جنايتونو سترګې پټوي؟
ولسمشر زلينسکي روسيې ته په خطاب کې ويلي، که څه دغه هېواد له نظامي پلوه زور لري خو په خبره يې له ورته بريدونو سره په نړيواله کچه خپل انسانيت بايلي.
له دې سره د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش هم د نوموړي پر ياده ادعا غبرګون ښودلی او د ماشومانو پر روغتون د روسيې بريد يې غندلی دی.
ګوټريش زياته کړې، د ماشومانو پر روغتون بريد بوږنوونکی دی او په خبره يې ملکي خلک په هېڅ صورت له جګړې سره کار نه لري نو بايد خونديتوب ته يې جدي پاملرنه وشي.
انتونيو ګوټريش د روسيې دغه بريد بې حسه تشدد بللی او ژر تر ژره يې د درولو غوښتنه کړې ده. خو روسيې تر اوسه د انتونيو ګوټريش او ولاديمير زلنسکي دې ادعاوو او څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.