Home » افغانستان » روغتيا وزارت: له ۳ميليونو زيات افغان ماشومان پر خوار ځواکۍ اخته دي

روغتيا وزارت: له ۳ميليونو زيات افغان ماشومان پر خوار ځواکۍ اخته دي

د عامې روغتيا وزارت چارواکي په افغانستان کې د ماشومانو د روغتيايي وضعيت په اړه اندېښنه ښيي او زياتوي چې د يادې ستونزې حلولو لپاره د نړيوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتيا ده.

د دغه زارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو معين عبدالباري عمر وايي، دامهال د ټول هېواد په کچه ۳.۲ ميليونه ماشومان د خوار ځواکۍ پر ناروغۍ اخته دي.

نوموړي چې نن چهارشنبه د (مرغومي په ۲۲مه) يې کابل کې د جينوا کال غونډې ته خبرې کولې وويل، پر خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر په پرتله زيات شوی او زياتوي چې لامل يې د ميندو له لوري په کافي اندازه ماشومانو ته د خپلو شېدو نه ورکول دي.

عبدالباري عمر دغه راز کرونا وېروس او خوار ځواکي جدي ګواښونه ياد کړل او له ديني عالمانو يې وغوښتل چې د يادو ناروغيو د مخنيوي په موخه دې د عامه پوهاوي په زياتوالي کې د عامې روغتيا له وزارت سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې نوموړی ټينګار کوي چې د عامې روغتيا وزارت غير سياسي بنسټ دی او نړيوال دې اصل ته پام سره، په روغتيايی برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې زياتې او جاري وساتي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...