Home » افغانستان » دفاع وزارت:افغان پوځ د هر ډول ګواښ پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري
رویداد خبري آژانس
د افغانستان دملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل

دفاع وزارت:افغان پوځ د هر ډول ګواښ پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي هغه تبلیغات ناسم دي چې ګواکي طالبان پیاوړي شوي او د پسرلي په راتګ سره به سختې جګړې وکړي.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل نن د افغان ځواکونو لپاره په یوه جوړ شوي نندارتون کې د خبرو پر مهال وویل، طالبانو تر اوسه جګړې ته ادامه ورکړې ده او دوی له سره جګړه کمه کړې نه ده، نو له همدې امله د دوی له لوري د سختو جګړو ګواښونه بې مانا دي.

شاه محمود میاخیل وویل افغان پوځ پياوړی دی او ټول حکومت د سولې ملاتړ دی، خو که طالبان د سولې لار نه خپلوي افغان ځواکونه به یې پر وړاندې سخته جګړه وکړي.

دده په وینا افغان ځواکونه د خلکو د ساتلو او له هېواد ددفاع لپاره بشپړ تیاری لري او د هر ډول ګواښونو په دفع کولو کې به خپلې هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر غړی، انس حقاني، د طالبانو د مرستیال، سراج الدین حقاني له قوله په یو ټویټ کې ویلي وو:” د بې پیلوټه الوتکو ټکنالوژي او توغندي لرو، که دا ځل مو جګړه پیل کړه، داسې جګړه به وګړو چې تر دې وړاندې چا نه وي لیدلي.”

نوموړي همداراز ویلي، موږ په خپل تاریخ کې کوم تړون نه دی مات کړی او په وینا یې چې همېش مقابل لوري دا هڅه کړې چې تړون نقض کړي.

انس حقاني د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر تړون وړاندې د افغان حکومت له لوري له بند آزاد شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...