Home » افغانستان » دفاع وزارت: بغلان کې کمانډو ځواکونو د طالبانو له زندانه ۴۲ کسان ازاد کړل
رویداد خبري آژانس
د طالبانو له زندان څخه ازاد شوي بندیان

دفاع وزارت: بغلان کې کمانډو ځواکونو د طالبانو له زندانه ۴۲ کسان ازاد کړل

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، کومانډو ځواکونو په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۲۴ کسان یې ازاد کړې دي.

دغه وزارت نن سې شنبه (د سلواغې۲۸مه نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځانګړو ځواکونو قطعې تېره شپه په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړي دي چې له کبله یې دغه زندان مات کړی او ۴۲ کسان یې د طالبانو له بند خوشي کړي دي.

دغه عملیات د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په علي خواجه کلي کې ترسره شوي دي.

ملي دفاع وزارت وایي چې په دې زندانیانو کې ۲۵ کسه یې نظامیان او پاتې ۱۷ نور یې ملکیان دي.

افغان ځواکونو تر دې وړاندې هم د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو زندانونه مات کړي او له دې زندانونو یې ګڼ کسان خوشي کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...