Home » سیمه او نړی » د پوتین مخالف الکسي ناولني د ‘زړه د سکتې له جدي ګواښ’ سره مخ دی
رویداد خبري آژانس

د پوتین مخالف الکسي ناولني د ‘زړه د سکتې له جدي ګواښ’ سره مخ دی

ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالنۍ د زړه د سکتې له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

ډاکترانو د کرملېن د دې منتقد سیاستوال د سمدستي علاج غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د نوموړي صحي وضعیت په خرابېدو دی او هره شېبه امکان لري چې د زړه سکته وکړي.

دا ادعا د ناوالنۍ شخصي ډاکټرې اناستازیا واسیلیوا «Anastasia Vasilyeva» او د زړه د ناروغیو د یوه متخصص په ګډون درېیو نورو ډاکترانو په هغه لیک کې کړې چې د روسیې د زندانونو د فدرال ادارې چارواکو ته‌یې استولی دی.

په لیک کې چې مېرمن واسیلیوا پرون شنبه پر ټویټر خپور کړ، یادونه شوې چې د ناوالنۍ یوه معاینه ښيي چې د نوموړي د وینې د پټاشیم اندازه بحراني کچې ته رسېدلې.

الکسي ناوالنۍ په تېره جنوري میاشت کې له جرمني څخه د راستنېدو پر مهال د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو. د جرمني ډاکترانو په وینا ناوالنۍ په روسیه کې د نوویچوک په نوم د زهري مادې په وسیله مسموم شوی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...