Home » افغانستان » د پاکستان ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پاکستانی پلاوی کابل ته راځي

د پاکستان ملي امنيت سلاکار په مشرۍ پاکستانی پلاوی کابل ته راځي

د پاکستان د وزارتونو همغږۍ دفتر چې مشري يې د دغه هېواد د پارلمان رئيس اسد قيصر کوله اعلان کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په مشرۍ يو پلاوی کابل ته لاړ شي.

قيصر زياته کړې چې دغه پلاوی به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لا زيات تعامل په موخه له اسلامي امارت چارواکو سره خبرې وکړي.

اسلامي امارت هم کابل ته په راتلونکي کې د پاکستاني پلاوي راتګ تائيد کړی او زياته کړې يې ده چې ياد پلاوی ښايي له افغان لوري سره پر تعامل سربېره، د ډيورنډ پر کرښه د وروستيو تحرکاتو موضوع هم ياده کړي.

دغه پاکستانی پلاوی داسې مهال په نږدې راتلونکي کې کابل ته را روان دی، چې په دې وروستيو کې اسلامي امارت ځواکونو پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو له لوري اغزن تار د غځولو مخه نيولې ده.

پر دې موضوع د پاکستان بهرنيو چارو وزارت غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې دا موضوع به له افغان لوري سره له سياسي لارو تعقيب او حل کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...