د اسلامي امارت چارواکو نن سېشنبه د (تلې په ۱۳مه) د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د پاسپورت د وېش لړۍ له څه د پاسه يوه نيمه مياشت ځنډ وروسته بيا پېل کړه.
د چارواکو په خبره، د پاسپورټ د وېش لړۍ به د کابينې له پرېکړې سره سم د کابل په شمول په ټولو ولايتونو کې هم پيل شي. دوی زياتوي چې لومړيتوب به هغو ۲۵زره پاسپورټونو ته ورکړل شي، کوم چې يې د طالبانو له راتګ وړاندې ماليه ورکړل شوې او چاپ ته چمتوو دي.
د اسلامي امارت چارواکي وايي، دا چې خلک د پاسپورټ نه لرلو له امله له ستونزو سره مخ دي، نو پرېکړه شوې چې د اوس لپاره به د پخواني حکومت او د افغانستان اسلامي جمهوريت تر عنوان لاندې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل شي.
دوی دا هم وايي چې د پاسپورت اخيستلو په برخه کې د ښځو ستونزو په پام کې نيولو سره يې په کابل کې د پاسپورټ رياست نارينه کاروونکو ترڅنګ ټولې ښځينه کارکوونکې هم دندو ته راغوښتې دي.
د چارواکو په خبره په ټولو ولايتونو کې به هم د پاسپورټ د وېش لړۍ په بيا پلېدو سره به، په اړوند برخه کې ټول نارينه او ښځينه کار کوونکي دندو ته را وبولي.