د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ډلې په خپل ۲۷م راپور کې له طالبانو سره د القاعده ډلې او نورو ترهګرو ډلو له اړیکو پرده پورته کړې ده.
راپور کې راغلي چې طالبانو له ژمنې سره سره د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې.
راپور کاږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د القاعده ډلې د یو شمېر غړو وژل کېدل د دې ښکارندویي کوي چې طالبان لا هم له ترهګرو ډلو سره پیاوړې اړیکې لري او د امریکا- طالبانو د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي پاتې شوي.
په ورته وخت کې بهرنیو چارو وزارت هم د یاد راپور هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی هم په همدې باور دي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
یاد وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو غوښتي چې طالبان د تاوتریخوالي درولو او سراسري اوربند ته مجبور کړي څو د خبرو له لارې په هېواد کې تلپاتې سولې ته لار اواره شي.