Home » سیمه او نړی » د سوېډن تازه ټاکل شوې لومړۍ وزيرې له څو ساعته کار وروسته استعفا وکړه

د سوېډن تازه ټاکل شوې لومړۍ وزيرې له څو ساعته کار وروسته استعفا وکړه

د سوېډن لومړۍ وزيرې چې تازه ټاکل شوې وه او د دندې پيلولو يې يوازې څو ساعته کېدل، د يوې بې سارې پرېکړې له مخې بېرته له خپلې دندې استعفا وکړه.

مګډالينا انډرسن د تېرې چهارشنبې په ورځ د (لېندۍ په ۳يمه) د سوېډن لومړۍ وزيرې په توګه وټاکل شوه. نوموړې وروسته له هغې استعفا وکړه چې په اېتلافي حکومت کې ورسره شامل زرغون ګوند د حکومت د يوې برخې په توګه له حکومت څنګ ته شو.

نوموړې چې پارلمان يې ته يې بوديجه طرحه وړاندې کړې وه، په تصويب کې پاتې راغله او برعکس پارلمان د اپوزېسيون بوديجوي طرحې ته مثبته رايه ورکړه.

انډرسن له استعفا وروسته خبريالانو ته ويلي، نه غواړي چې د يوه داسې حکومت مشري چې قانوني حثيت يې تر پوښتنې لاندې راځي. نوموړې زياته کړې چې د راتلونکي لپاره د بريا په صورت کې به له خپل ګوند د يوه تشکيل شوي حکومت لپاره هڅه وکړي.

انډرسن دغه راز ويلي چې د راتلونکي لپاره به د خپل ګوند له رهبرۍ سره سلا مشورو ته دوام ورکړي. نوموړې د سوېډن د قانون له مخې اړتيا درلوده چې په پارلمان کې يې اکثريت پر ضد رايه ونه کاروي.

د انډرسن له لوري وړانديز شوې بوديجوي طرحې ته د پارلمان ۳۵۹ غړيو ۱۷۴ کسانو د ضد رايه ورکړه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...