Home » سیمه او نړی » د روغتيا نړيوال سازمان د کريسمس مراسمو د لغوه کولو وړانديز کړی

د روغتيا نړيوال سازمان د کريسمس مراسمو د لغوه کولو وړانديز کړی

د روغتيا نړيوال سازمان يا WHO په نړۍ کې د کرونا نوې بڼې يا اومېکرون په چټکه توګه له خورېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې په پراخه کچه د يادې ناروغۍ خورېدو په ترڅ کې د احتمالي مرګ ژوبلې مخنيوي په موخه، اړتيا ده چې د کريسمس مراسم لغوه شي.

د روغتيا نړيوال سازمان رئيس تيدروس ادهانوم غيبريسيوس پرون دوشنبه د (لېندۍ په ۲۹مه) په جينوا کې په دې اړه خبري کنفرانس ته وويل، وړاندې له دې چې وخت تېر او د اومېکرون له امله د مړينې کچه له دې هم زياته شي، نو ښه ده چې د کريسمس مراسم لغوه شي.

نوموړي په دې اړه زياته کړې، د اومېکرون وېروس د کرونا مخکينۍ بڼې ديلتا په پرتله په چټکۍ سره د خورېدو وړتيا لري او دغه راز ورسره د مړينې کچې د لوړېدو احتمال هم زیات دی.

د روغتيا نړيوال سازمان داسې مهال د کريسمس مراسمو د لغوه کېدو وړانديز کوي، چې دامهال د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کريسمس نمانځنې لپاره چمتووالی روان دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...