مسکو ته د لوېديخ هېوادونو د مشرانو د سفرنو په لړ کې ټاکل شوې نن سېشنبه د (سلواغې په ۲۶مه) د جرمني لومړی وزير اولاف شولز د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د لېدنې په موخه مسکو ته لاړ شي.
د نوموړي د سفر په اړه په خپرو شويو راپورونو کې ويل شوي، شولز به د خپل دې سفر په ترڅ کې روسيې ته د مسکو امنيتي اندېښنو پر سر د مذاکراتو لپاره د لوېديځ چمتووالي پيغام وړاندې کړي؛ خو بيا هم ټينګار شوی که روسيه پر اوکراين بريد وکړي، نو د لوېديځ هېوادونو له لوري به له سختو بنديزونو سره مخ شي.
په ورته وخت کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د امريکا دفاع وزير لوېډ اسټين هم بلجيم ته روان شوی او دغلته به د امريکا له متحدانو او د ناټو غړيو هېوادونو له استازو سره د اوکراين او روسيې ترمنځ پر لانجې او پر راتلونکو اقداماتو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا پر اوکراين د روسيې له لوري د بريد مخنيوي په موخه د ډيلوماسۍ ترڅنګ اوکراين ته د يو مېليار خپلواک پور تضمين هم وغځولی دی.