د اېتوپيا لومړي وزير ابي احمد ويلي، چې د ټېګري وسلهوالو خلاف د جګړې کولو او د خپلو ځواکونو د ملاتړ لپاره د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي او هلته به په جګړه کې د اېتوپيايي ځواکونو بشپړه قومنده په لاس کې واخلي.
نوموړي دا خبر پرون دوشنبه ناوخته د (لېندۍ په لومړۍ) په خپل ټوېټر کې ورکړی دی. ابي احمد ويلي چې نن سېشنبه به د جګړې په لومړۍ کرښه کې د اېتوپيا ځواکونه د ټېګري وسلهوالو پر ضد په مستقيمه توګه رهبري کړي.
لومړي وزير ابي احمد له اېتوپيايانو غوښتي: «هغوی چې د اېتوپيا له خلکو سره ولاړ دي، نو راځئ د جګړې په لومړۍ کرښه کې به سره وګورو.»
په اېتوپيا کې د ټېګري وسلهوالو او د دغه هېواد دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه په دې وروستيو کې پلازمېنه اديس ابابا ته نږدې شوې ده. اېتوپيا د افرېقا يو له ګڼ نفوسه هېوادونو شمېر کېږي چې د يو کلنې جګړې په ترڅ کې يې زرګونه وګړي وژل شوي دي.