بېګاه شپه کابل کې د (سلواغې په ۲۲مه) د پخواني اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان کور کې ډزې شوي او ګمان کېده چې د نوموړي پر کور وسلهوال بريد شوی.
خو د کابل امنيه قومنداني وايي، د نوموړي پر کور کوم چا وسلهوال بريد نه دی کړی او په خبره يې ډزې په کور کې دننه د خپل منځي اختلاف له امله شوي دي.
د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ رويداد ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادو ډزو په ترڅ کې د انجنير محمد خان يو زوی او يو ساتونکی وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د پېښې په اړه زيات جزيات نه دي ورکړل؛ خو ويل شوي دي چې د څېړنو لپاره امنيتي ځواکونه په سيمه کې دي او د جزياتو له ترلاسه کېدو سره به يې له رسنيو سره شريک کړي.