د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات پرون دوشنبې په ورځ (د وري ۲ مه نیټه) د پولیسو له ځانګړو قطعاتو د لیدنې پر مهال وویل، په بهسودو کې د وژل شویو سرتېرو او پیلوټانو بدل به له عليپور او د هغه له جنګیالیو اخلي.
حیات الله حیات وویل: د میدان وردګو په بهسودو کې د افغان پوځ چورلکې غورځولو او د افغان پوځیانو د وژلو بدل کې به د نامسئوله وسلوالو له قومندان علي پور سره حساب کېږي.
نوموړي زیاته کړه “جنایت کاران” هېڅ قام پورې تړاو نه لري او د افغانستان او د خلکو د بدنامۍ لامل کېږي.
دغه راز دوې ورځې وړاندې بیا افغان امنیتي ځواکونو د عليپور د جنګیالیو پر پټنځای برید وکړ چې ۱۲ کسان یې ووژل او دغه راز یې له وسلو یو ډک ډیپو هم کشف او لاس ته راوړی دی.
دا په داسې حال کې دی چې د تېرې چهارشنبې په ماښام د ملي اردو یوه چورلکه چې بهسودو ولسوالۍ ته تللې وه او غوښتل یې هلته په جګړه کې ټپي شوي پوځیان را انتقال کړي د عليپور جنګیالیو پرې برید وکړ او دغه چورلکه یې نسکوره کړه چې له کبله یې څلور پیلوټان او پنځه سرتېرې ووژل شول.