Home » افغانستان » حکومت: پر هېڅ هېواد د تجاوز نيت نه لرو، له دوی هم ورته درناوی غواړو

حکومت: پر هېڅ هېواد د تجاوز نيت نه لرو، له دوی هم ورته درناوی غواړو

نن سې‌شنبه د (سلواغې ۲۶مه) له افغانستان څخه د پخواني شوروري اتحاد ځواکونو د وتلو له ۳۳مې کليزې سره برابره ده.

اسلامي امارت په دې اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، افغانانو تل په ځان کې د خپلواکۍ حس په خورا قووت سره ساتلی دی او د خپلواکۍ ساتنې لپاره کلک هوډ لري.

په اعلاميه کې زياته شوې چې افغانانو په تېر کې هم د سولې بې سارې فرصتونه لرل؛ خو د اعلاميې په حواله ياد فرصتونه ترې د ځينو هېوادونو له لوري د يرغل په کولو سره اخيستل شوي دي.

اعلاميه کې دغه راز ويل شوي چې اسلامي امارت پر هېڅ کوم هېواد د يرغل نيت نه لري او ټينګار يې کړی چې له نورو هېوادونو هم پر متقابل احترام ولاړ د امن په فضا کې د ژوند کولو تمه لري.

اسلامي مارات په خپله دې اعلاميه کې اشاره کړې چې خلک دې په راتلونکي کې هم د هر ډول طويو او دسيسو پر وړاندې حساس و اوسي او د اسلامي تعهد له مخې دې د خپل هېواد خپلواکي وساتي.

شوروي اتحاد په افغانستان کې د خپل ملاتړي نظام د ټينګولو په موخه د ۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي په ۶مه په ټانکونو او نورو پوځي تجيزات سمبالې پوځي ډلګۍ د حيراتان بندر له لارې افغانستان ته دننه کړې.

دا کار د افغانستان د خلکو له غبرګون او مقاومت سره مخ شو، چې بلاخره تر اوږدې جګړې وروسته د شوروي اتحاد ځواکونو وروستۍ ډلګۍ د ۱۳۶۷ لمريز کال د سلواغې په ۲۶مه له افغانستان څخه بېرته ووته.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...