د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې، له نوموړي غوښتي چې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو له لوري د راتوغول کېدونکو راکټو په اړه د کابل جدي اندیښنه پاکستاني چارواکو ته ورسوي.
دغه وزارت نن یکشنبه (دسلواغې ۱۹مه نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼې کې ویلي، حنیف اتمر د پاکستان سفیر منصور احمد خان ته ویلي چې دا راکټي بریدونه د ټولو اصولو خلاف او په هیڅ صورت د منلو نه دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ، په دې لیدنه کې دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د خبرو له لارې د مسائلو پر حل ټینګار شوی دی.
د یادونې ده چې پاکستان د تېرې پنجشنبې په ورځ له یوې لنډې مودې وقفې وروسته یو ځل بیا پر کونړ راکټي بریدونه کړي او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.