Home » افغانستان » حنفي: په افغانستان کې ۵ ميليونه کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي

حنفي: په افغانستان کې ۵ ميليونه کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي

د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، دامهال په افغانستان کې ۵ ميليونه کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي او د يادو کسانو له ډلې يو ميليونه هغه يې ښځې او ماشومان دي.

نوموړي دا څرګندونې پرون چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) د ژغورنې نړيوالې کميټې له مرستيالې ميدلن سيدلير سره د لېدنې پرمهال کړي دي. حنفي په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او استفادې ته په اشارې سره ټينګار کړی، که نړيواله ټولنه افغان بزګرانو ته د بديل معيشت په برابرولو کې همکاري وکړي، نو حکومت کولی شي چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت مخه ونيسي.

نوموړي دغه راز په افغانستان کې د بشري خدمتونو د ډېرولو په موخه، د ژغورنې له نړيوالې کميټې هم د لا زياتو همکاريو غوښتنته کړې ده.

په همدې حال کې د ژغورنې نړيوالي کميټې مرستيالې ميدلن سيدلير ډاډ ورکړی، چې دغه کميټه به د افغانستان له خلکو سره په هر حالت کې اوږه په اوږه ولاړه وي.

نوموړې ويلي، په لوګر او کابل کې يې له روغتيايي مرکزونو لېدنه کړې او ورته جوته شوې چې ياد مرکزونو د غوره روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، جدي همکاريو ته اړتيا لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...