Home » افغانستان » ترکيه او پاکستان: د افغانستان اوسنی وضعيت له نږدې څارو

ترکيه او پاکستان: د افغانستان اوسنی وضعيت له نږدې څارو

د ترکيې او پاکستان پوځي چارواکو په افغانستان کې د وروستيو تحوولاتو په تړاو او دغه راز د سيمه‌ييز امنيت په برخه کې پر ګډو همکاريو خبرې کړې دي.

د ترکيې د پوځ لوی درستز مرستيال سلجوق بايراکتار پرون چهارشنبه د (مرغومي په ۱۵مه) پاکستان ته د خپل سفر پرمهال په اسلام‌اباد کې د دغه هېواد د ګډو ځواکونو له قومندان نديم رضا سره لېدلي دي.

دواړو لوريو ټينګار کړی چې په افغانستان کې د  تحوولاتو له امله رامنځته شوی وضعيت بايد له نږدې وڅارل شي او په خبره يې دا کار په سيمه کې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي په موخه کوي.

دوی دغه راز په سيمه کې د امنيت ټينګښت په موخه د ګډۍ همکارۍ ژمنه هم کړې او زياته کړې يې ده چې د امنيت خرابولو اجازه به چا ته ورنه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...