د ترکمنستان چارواکو باور ښودلی چې د افغانستان رول او ونډه د سيمې په پيوستون او دغه راز په سيمه کې د اقتصادي تحرک د پياوړتيا په برخه کې د فغانستان رول او ونډه خورا مهمه ده.
دا څرګندونې په ازبکستان کې د ترکمنستان سفير يازقلي محمداوف هغې غونډې ته کړي، چې پرون په تاشکند کې د ازبکستان، ترکمنستان او د اروپايي ټولنې د استازو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د افغانستان پر موجوده وضعيت سربېره، د سيمې په اقتصادي رغښت کې د افغانستان پر رول او ونډې هم خبرې شوي او ټينګار شوی چې په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو د تطبيق لارې، د دغه هېواد په وسيله د سيمې پيوستون خورا مهم دی.
محمداوف په دې غونډه کې د سيمې او نړۍ لپاره د افغانستان پر اقتصادي ارزښت د خبرو په دوام سره له نړيوالو غوښتي، چې په اقتصادي مسايلو کې د افغانستان ښه تعامل ته زمينه برابره او دې هېواد ته دې د خپل زيات اهميت پر بنسټ چې په سيمه کې يې لري، ونډه ورکړل شي.
په ورته مهال د تاشکند په دې غونډه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر زياتوالي او دوام هم بحث شوی او ټينګار شوی چې په نوموړي هېواد کې د بشري بحران ختمولو په موخه جدي مرستو ته اړتيا ده.