Home » سیمه او نړی » تحريک ط.البان پاکستان د خالد بلتي وژل کېدل تائيد کړل

تحريک ط.البان پاکستان د خالد بلتي وژل کېدل تائيد کړل

په قبايلي سيمو او پښتونخوا کې د پاکستان د حکومت ضد فعالې وسله‌والې ډلې تحريک طالبان پاکستان يا TTP تائيد کړه چې د يادې ډلې مهم غړی خالد بلتي وژل شوی دی.

خالد بلتي چې ويل کېږي د تحريک طالبان پاکستان ډلې وياند دی، پر محمد خراساني مشهور او د پاکستان ضد يو لړ لويو بريدونو کې يې لاس درلود.

تحريک طالبان پاکستان په دې اړه نن پنج‌شنبه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دې ډلې يو ديني عالم او د سیاسي چارو پوه له لاسه ورکړی؛ خو د وژل کېدو څرنګوالي په اړه يې جزيات نه دي ورکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پاکستان د پوځ يوې سرچينې په حواله خبره ورکړی، چې د خالد بلتي جنازه د تېرې سې‌شنبې په ورځ د افغانستان په کونړ ولايت کې شوې او هماغلته خاورو ته هم سپارل شوی دی.

اسلامي امارت په دې اړه تازه رسنيو ته څه نه دي ويلي؛ خو له دې وړاندې يې خبر ورکړی و چې د خالد بلتي د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...