د بښنې نړيوال سازمان يا Amnesty international د افغانستان په اړه په تازه راپور کې چې نن چهارشنبه د (لېندۍ په ۲۴مه) يې خپور کړی، د افغانستان تېر نظام د ړنګېدو لاملونه په ګوته کړي دي.
دې سازمان ويلي، د افغان او امريکايي ځواکونو له لوري په متواتره توګه جنګي جرمونه او دغه راز د يادو ځواکونو له لوري د خلکو وژل، د تېر نظام د ړنګېدو عمده لاملونه دي او په دې توګه افغان او امريکايي ځواکونه د ورته هغو بريدون مسوول دي چې د نظام له ړنګېدو وړاندې ترسره شوي دي.
د بښنې نړيوال سازمان په راپور کې د افغان او امريکايي ځواکونو له لوري د بريدونو او حملو په ترڅ کې د اوښتې مرګ ژوبلې ترڅنګ د طالبانو د غچ اخيستنې په موخه خپلسرو اعدامونو او وژنو مستندوالي ته هم اشاره شوې ده.
د راپور له مخې، د يادو لورو له لوري د ترسره شويو بريدونو په ترڅ کې عامه ځايونه لکه روغتونونه، بازارونه، کورونه او ښوونځي د جنايتونو پر صحنو بدل شوي وو او خلکو ته په کې په متواتره توګه مرګ ژوبله اوښتې.
د بښنې نړيوال سازمان په راپور کې د طالبانو له لوري ترسره شوو څو پېښو ته اشاره شوې چې له ډلې يوه هغه يې د سپټمبر په ۶مه د پنجشير په مرکز بازارک کې د شاوخوا ۲۰ تنو نيول او د دوو ورځو لپاره توقيف کې ساتل او ربړول و.
د دې ترڅنګ په ارمز کلي کې د طالبانو له لوري د خلکو پر کورونو د چاپو له اچولو هم يادونه شوې او ويلي يې دي چې طالبانو په ۲۴ ساعتونو کې ۶ ملکي وګړي په ناقانونه توګه اعدام کړي دي.
د کندهار په سپين بولدک کې د تېر حکومت له امنيتي سرتېر د غچ اخيستنې اقدام بيا د بښنې نړيوال سازمان په راپور کې بوګنوونکی بلل شوی او ويل شوي چې د يادې غچ اخيستنې پرمهال ګڼ اعدامونه شوي دي.
د بښنې نړيوال سازمان دغه راز د افغان او امريکايي ځواکونو له لوري ترسره شويو ځمکنيو او هوايي عملياتو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، هغه ۴ هوايي بريدونه چې ۳ يې امريکايي ځواکونو او ۱ يې د افغان ځواکونو له لوري ترسره شوي، مستند کړي دي.
په راپور کې ويل شوي چې په يادو بريدونو کې د ۸ ماشومانو او ۵ ښځو په شمول ۲۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
د بښنې نړيوال سازمان زياته کړې چې په ورته بريدونو کې ډېری ملکي وګړي وژل شوي؛ ځکه د نوموړي سازمان په خبره، امريکايي ځواکونو ډېر کله د ملکيانو ګڼ ميشتې سيمې بمبار کړې دي.
په راپو کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يا يوناما له قوله ويل شوي، چې د ۲۰۲۱ زېږديز کال په لومړيو ۶ مياشتو کې ۱۶۵۹تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۳۵۲۴تنه نور ژوبلېدلي دي چې د ملکي مرګ ژوبلې دا کچه د تېر کال همدې مودې په پرتله ۴۷ سلنه زياتوالی ښيي.
بلخوا، د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد بيا له رسنيو په خبرو کې خپلو ځواکونو ته منسوبه ملکې مرګ ژوبله چې د بښنې نړيوال سازمان په راپور کې يې يادونه شوې، رد کړې ده.