Home » افغانستان » بلېنکن: له افغانستانه تر وتلو وروسته به هم د ترهګرۍ د احتمالي ګواښ ضد اقدام امکانات ولرو
رویداد خبري آژانس
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

بلېنکن: له افغانستانه تر وتلو وروسته به هم د ترهګرۍ د احتمالي ګواښ ضد اقدام امکانات ولرو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي د امریکا متحده ایالات به له افغانستان د ټولو امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته بیا هم د دې امکانات ولري چې له دې هېواده د ترهګرۍ د احتمالي ګواښ په وړاندې په ځپل وخت اقدام وکړي.

انتوني بلېنکن له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، دا هم وویل چې القاعده چې نږدې ۲۰ کاله مخکې یې پر متحده ایالاتو ترهګریز برید کړی و، ډېره ځپل شوې او نور د دې وړتیا نه‌لري چې بیا ورته برید وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز وویل، طالبان هم مسؤل دي چې القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ته په دې هېواد کې ځای ورنه‌کړي، هغه ژمنه چې د ده په وینا طالبانو د دوحې د تېر کال په تړون کې له امریکا سره کړې او ویلې یې دي چې پرې به نه‌ږدي چې د افغانستان له خاورې بیا د متحده ایالاتو یا متحدانو په وړاندې یې د ترهګریزو بریدونو لپاره کار واخیستل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...