Home » افغانستان » برېتانيا له افغانستان سره ۲۸۶ ميليونه پونډه مرسته اعلان کړې

برېتانيا له افغانستان سره ۲۸۶ ميليونه پونډه مرسته اعلان کړې

د برېتانيا حکومت وايي، چې له افغانستان سره د خپلو مرستو دوه چنده کولو ته ژمن دی او په دې ترڅ کې يې له افغانستان سره د ۲۸۶ ميليونه پونډو په ارزښت د مرستې اعلان هم کړی دی.

په افغانستان کې د برېتانيا د وګړو لپاره د دغه هېواد قونسلي برخې په خپل ټوېټر کې ويلي، د دې مرستې پر مټ به د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، په افغانستان کې له ۶۰ زيات روغتونونه تجهيز شي چې په دې توګه به ۳سوه زره کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.

برېتانيا دغه راز دا هم ويلي، چې پر روغتيايي خدمتونو سربېره به د اعلان شوې مرستې په پايله کې، د خوړو نړيوال سازمان له لارې ۴.۴۷ ميليونه عام افغانان بېړني خوراکي توکي هم ترلاسه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...