Home » افغانستان » برېتانيا: له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوو

برېتانيا: له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوو

د افغانستان لپاره برېتانيا شارزدافېر هوګو شارټر وايي، په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه د بحث په موخه يې پرون يک‌شنبه د (سلواغې په ۱۰مه) په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر له ځينو مسوولانو سره لېدلي دي.

نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، په ياده لېدنه کې د افغانستان پر بشري وضعيت سربېره د ترهګرۍ، بشري حقونو او دغه راز ښوونځيو ته د نجونو د بېرته ستنېدو پر اړتيا بحث او خبرې وشوې.

په ورته وخت کې شارټر ډاډ ورکړی چې برېتانيا به په موجوده بشري وضعيت کې له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان بشري وضعيت په اړه د نوموړي څرګندونې داسې مهال دي، چې پرون يک‌شنبه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټيريش هم په دې اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، پر هېوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي په موخه سم‌لاسي لاس په کار شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...