د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځوابه بریدونو کې د وسله والو طالبانو یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي:”تیره ورځ د طالبانو یوې ډلې پلان درلود، د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي”.
دفاع وزارت زیاتوي:”د هیواد ملي دفاعي ځواکونو د دغه بریدونو د عملي کیدو مخنیوی وکړ چې په پایله کې ۱ تنه طالب ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپيان شوي دي”.
تېره ورځ د ملي دفاع وزارت خبر ورکړ،چې طالبانو د ګيلان ولسوالۍ اړوند د غزني – کندهار د لومړۍ نمبر لویې لارې، د چرلي او پخ کنده ترمنځ او د غزني مرکز اړوند ارزو سيمو کې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو د بریدونو پلان درلود، چې ملي دفاعي ځواکونو یې مخنیوی کړی چې په پایله کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ یې ټپیان دي.