Home » سپورټ » بارسلونا د ۳۱م ځل لپاره د کوپادلرې کپ اتلولي وګټله
رویداد خبري آژانس

بارسلونا د ۳۱م ځل لپاره د کوپادلرې کپ اتلولي وګټله

د اسپانیا کوپادلرې کپ پایلوبه تېره شپه د بارسلونا او اتلاتیک بلباوو فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې بارسلونا څلور ګولونه پر صفر اتلاتیک بلباوو لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه او دا جام یې د ۳۱م ځل لپاره خپل کړ.

د بارسلونا لپاره تېره شپه انتونیو ګریزماین په ۶۰مه، پرینکي ډیانګ په ۶۳مه او لیونل میسي په ۶۸مه او ۷۲یمه دقیقه کې ګولوهنې وکړې.

بارسلونا لوبډلې ۳۱ ځلې، اتلاتیک بلباوو ۲۳ ځلې، ریال ماډریډ ۱۹ ځلې، اتلاتیک ماډریډ ۱۰ ځلې، والینسیا ۸ ځلې، زرګوزا ۶ ځلې، سویا ۵ ځلې، اسپانیول ۴ ځلې، ریال اونیون ۴ ځلې، ریال سوسیداد ۳ ځلې، ریال بیټس ۲ ځلې، ډیپورټیو لاکورنیا ۲ ځلې، ایریناس ۱ ځلې او مایورکا لوبډلې هم ۱ ځلې اتلولي خپله کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...