Home » سیمه او نړی » ایران د اتومي فعالیتونو د څارنې لپاره نوی شرط وټاکه
رویداد خبري آژانس

ایران د اتومي فعالیتونو د څارنې لپاره نوی شرط وټاکه

ایران وایي که د نړۍ د ځواکمنو هېوادنو سره د اتمي ټړون په هکله خبرې سمې روانې وې، د ملګرو ملتونو څارونکو ته به اجازه ورکړي چې د دې هېواد خیني مهم تاسیات وڅاري.

ایران د فبروري په میاشت کې د “موقتي حل” په توګه د ملګرو ملتونو څارونکو ته اجازه ورکړې وه چې د اسلامي جمهوریت لخوا اعلان شوي اتومي تاسیسات وګوري. دا موافقه د همدې روانې مې د میاشتې په ۲۱ مې پای ته رسیږي.

خو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خاطبزاده وایي که د اتومي تړون پر سر خبرې سمې روانې وي او تهران موافقه وکړه، دا نیټه تمدید کیدای شي.

هغه وویل: “مونږ د خبرو د پای ته رسیدو لپاره بیړه نکوو او اجازه نه ورکوو چې اوږدې هم شي. مونږ نه غواړو چې خپلو مرکچیانو ته کره نیټه ورکړو چې په دقیقه توګه د تهران د لارښووني د عملي کیدو مخکې خڼد شي.”

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیواله اداره د ایران د اتومي تړون په هکله د خبرو کوربه توب کوي. د خبرو هدف دا دی چې څنګه امریکا بیرته ددې تړون سره یو ځای شي او په ایران لګیدلي بندیزونه لیرې شي او ایران په موافقې کې پخپلو ژمنو بشپړ عمل وکړي.

د ملګرو ملتونو او ایران تر منځ موقتي موافقه د همدې میاشتې په وروستیو شپو ورځو کې پای ته رسیږي او ښایي په ویانا کې د ایران د اتومي تړون په هکله په خبرو کې د خنډ سبب شي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه امریکا د ایران د اتومي تړون نه وایستل او په ایران یې د پخوانیو بندیزونو تر څنګ نوي بندیزوه هم ولګول.

خو د امریکا اوسني جمهور رئیس جو بایډن ویلي غواړي چې د دې تړون سره بیرته پدې شرط یو ځای شي چې ایران په موافقې کې پخپلو ژمنو په بشپړه توګه عمل وکړي

د ایران د اتومي انرژۍ اداره وایي چې په اتومي تاسیساتو کې نسب شوې کمرې به چالانې وي خو که د امریکا متحده ایالاتو په ۳ میاشتو کې لګیدلي بندیزونه لیرې نکړل، ټول اخیستل شوي عکسونه او ویډیوګانې به حذف شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...