Home » سیمه او نړی » اوکراين کې عامو خلکو د روسيې له احتمالي بريد د دفاع په موخه پوځي تمرينونه پيل شوي

اوکراين کې عامو خلکو د روسيې له احتمالي بريد د دفاع په موخه پوځي تمرينونه پيل شوي

په داسې حال کې چې د اوکراين او روسيې ترمنځ پر پوله لا هم لانجې دوام لري، تازه په اوکراين کې د روسيې احتمالي بريد د دفاع په موخه يو شمېر عامو خلکو ته پوځي تمرينونه پيل شوي دي.

په دې پوځي تمرينونو کې د پوهنتون محصلان، څېړونکي او ترکاڼان شامل دي. دوی چې په دوطلبانه توګه د اوکراين دفاع په موخه پوځي تمريناتو ته ورغلي وايي، هر څوک بايد دې ته چمتو وي چې پر اوکرين د بريد پرمهال دفاع وکړي.

دوی زياته کړې چې په داوطلبه توګه د اوکراين د دفاع لپاره چمتوو دي او نور ځوانان هم ورته کار ته چې په خبره يې ملي وجيبه ده، هڅوي.

وروسته له هغې چې روسيې له اوکراين سره پر پوله لسګونه زره سرتېري ځای پر ځای کړل، داسې انګېرنې پيدا شوې چې ګواکې روسيه پر اوکراين د بريد پلان لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...