Home » افغانستان » اوچا: روان کال کې به له ۲۲ ميليونه افغانانو سره مرستې وشي

اوچا: روان کال کې به له ۲۲ ميليونه افغانانو سره مرستې وشي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همعږي کوونکې اداره يا اوچا وايي، هڅه کوي چې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره پر وخت مرستې وکړي څو په دې توګه دغلته د موجوده بشري وضعيت کنټرول شي.

د دې ادارې مشرې ايزابيل موسارد کارلسن پرون جمعه د (مرغومي په ۱۷مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستې پرته له دې چې قومي، نژادي، مذهبي او جنسيتي توپير په پام کې ونيول شي، زيانمنېدو ته په پام سره خلکو ته رسول کېږي.

نوموړې زياته کړې چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې به له ۲۲ ميليونه ډېرو افغانانو سره اړينې مرستې وشي. اوچا داسې مهال له اړمنو افغانانو سره د مرستو د دوام خبر ورکوي، چې دامهال د ژمي يخې هوا او لوږې زياتېدو له امله بشري مرستو ته اړتيا نور هم جدي شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...