د ملګرو ملتونو د ګډوالۍ برخې مسوول انتونيو ويتورينو وايي، په افغانستان کې د افغانانو راتلونکي ته له اندېښنې سره دغه هېواد ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسوي.
نوموړي نن تازه د (لړم په ۱۳مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، وضعيت ته په پام سره د عامو افغانانو د وضعيت په اړه اندېښمن دی. ويتورينو وايي، د ژمې را نږدې کېدل او دغه راز په افغانستان کې خراب بشري وضعيت ښايي د خلکو زيانمنېدو، له خپلو مېنو د زياتو افغانانو د بې ځايه کېدو او د دوی د لا زيات کړاو لامل شي.
نوموړي داسې مهال په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې چې د خوړو نړيوال سازمان په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د خوراکي توکو رسولو په موخه د ۲سوه ميليونه ډالرو د اړتيا خبر ورکړی دی.
دې سازمان ويلي چې له پلان سره سم يې په افغانستان کې هغه کسان سروې کړي، چې د خوړو له کمښت سره مخ دي او په جدي توګه خوراکي مرستو ته اړتيا لري.
د خوړو نړيوال سازمان د پلان له مخې، په ۲۰۲۲ زېږديز کال کې به ۲۳ ميليونه هغو افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي چې د يادو توکو له کمښت سره مخ دي.