د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست اميرخان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ، نن چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) ترکيې ته روان شوی.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي ويلي، دغه سفر د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو په بلنه ترسره کېږي او په ترڅ کې به يې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په ترکيې کې د انتاليې ډيپلوماسۍ دايېرېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې دغه غونډه د روانې مارچ په ۱۱مه پيل او د همدې مياشتې تر ۱۳مې پورې به دوام وکړي.
بلخي زياته کړې چې د انتاليې په غونډه کې پر ګډون سربېره به د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي د ګڼو هېوادونو له استازو سره هم وګوري او د افغانستان پر اوسني وضعيت به ورسره خبرې وکړي.