د امریکا متحده ایالاتو د عراق په شمال کې د کردي یاغیانو له خوا د ترکیې د ۱۳ اتباعو وژنه وغندله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د یکشنبې په ماښام فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۶) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د عراق په کردستان سیمه کې د ترکي اتباعو د وژنې له کبله د ترکیې سره خواخوږي وکړه.
هغه زیاته کړه چې: «مونږ به ناټو کې د خپلې ملګرې ترکیې تر څنګ ولاړ یو او د هغو کسانو کورنیو سره غمشریکي کوو چې په وروستۍ جګړه کېوژل شوي دي.»
د ترکیې د دفاع وزیر حلوصي آکار، د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې د عراق په شمال کې میشت د کردستان د کارګر ګوند د تروریستي ډلې یاغیانو ۱۳ ترکان یرغمل او بیا وژلي دي.
ښاغلي اکار وویل چې ددغو ترکانو مړي د عراق او ترکیې ګډې پولې ته نژدې په ګارا سیمه کې د کردستان د کارګر ګوند پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې موندل شوي دي. د هغه په وینا د ترکي پوځیانو په دغو ځمکني او هوایي عملیاتو کې ۴۸ سخت دریځه کردان وژل شوي دي.
خو د کردستان د کارګر ګوند په خپله ویبپاڼه باندې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د ترکیې د استخباراتو، پوځ او پولیسو په ګډون یو شمیر بندیان په دغه سیمه کې په نښتو کې وژل شوي دي. دغه ډلې د کردي یاغیانو له لورې د دغو کسانو د اعدامولو ادعاوی رد کړې دي.
ترکیه، د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه د کردستان د کارګر ګوند یوه ترهګره ډله ګڼي.
د ترکیې د دولت پر ضد د کردانو جګړه د ۱۹۸۴کال راهیسې روانه ده، ګمان کیږي چې تر اوسه پورې پدغه شخړه کې په لسګونو زره کسان وژل شوي دي.