Home » افغانستان » امريکايي چارواکي: په افغانستان کې دې د داعش ځپلو په موخه له ط.البانو سره همکاري وشي

امريکايي چارواکي: په افغانستان کې دې د داعش ځپلو په موخه له ط.البانو سره همکاري وشي

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جوبايډن له لوري د امريکا د پوځ مرکزي قومندانۍ ته نومول شوي قومندان، جنرال اېرېک کورېلا وايي چې د داعش خراسان څانګې د ځپلو په موخه دې له طالبانو سره همکاري وشي.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، نوموړي دا څرګندونې پرون سې‌شنبه ناوخته د (سلواغې په ۱۹مه) د سنا مجلس يوې استماعيه غونډې ته کړي دي. جنرال کورېلا ويلي، د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته له بل هر هېواد څخه په افغانستان کې د القاعده په شمول د داعش ډلې پر پټنځايونو بريدونه سخت کار دی؛ خو زياته کړې يې ده چې ناشونی کار نه دی.

دغه امريکايي جنرال داسې مهال د داعش ډلې د ځپلو په موخه له طالبانو سره د همکارۍ کولو خبره کوي، چې روانه اوونۍ د امريکا بهرنيو چارو وزارت د داعش خراسان ډلې مشر ثناالله غفاري پر سر ۱۰ ميليونه ډالر جايزه اعلان کړه.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...