Home » افغانستان » امريکا افغانستان ته يو ميليون ډوز د کرونا واکسين رالېږي

امريکا افغانستان ته يو ميليون ډوز د کرونا واکسين رالېږي

اسوشيېټيډ پرېس خبري اژانس د امريکا بهرنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه هېواد په پام کې لري څو افغانستان ته يو ميليون ډوز د کرونا نور واکسين هم را ولېږي.

د راپور له مخې، تمه ده چې د کرونا د واکسين دغه مرسته به په راتلونکو اوونيو کې افغانستان ته ولېږدول شي او له دې سره به له افغانستان سره د امريکا له لوري د کرونا مرسته شوي واکسين ټول‌ټال اندازه ۴.۳ ميليونه ډوز ته ورسېږي.

ډاکټرانو خبر ورکړی چې د کووېد۱۹ ناروغي لا هم په افغانستان کې شته او خلک پرې اخته کېږي خو د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته، پر يادې ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو ورځنۍ شمېرې نه خپرېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...