Home » افغانستان » امام علي رحمان: په افغانستان کې لا هم د ترهګرو د روزنې لسګونه مرکزونه موجود دي

امام علي رحمان: په افغانستان کې لا هم د ترهګرو د روزنې لسګونه مرکزونه موجود دي

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، د تاجکستان استخباراتي مالومات ښيي چې لا هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د روزنې ۴۰ مرکزونه فعال دي.

نوموړي دا څرګندونې پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۰مه) د ګډ امنيتي تړون سازمان غړو هېوادونو په غونډه کې کړي دي. امام علي رحمان زياته کړې، د ترهګرۍ په يادو فعالو مرکزونو کې له ۶زرو ډېر وسله‌وال موجود دي.

نوموړي په ياده غونډه کې وړانديز کړی چې له افغانستان سره پر پوله دې يو کلک امنيتي کمربند رامنځته شي. له دې سره د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره هم د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولي پر امنيت خبرې کړي دي.

ولسمشر پوتين له دې وړاندې هم د افغانستان او د پخواني شوروي اتحاد غړيو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې امنيت په اړه اندېښنه ښودلې وه. اسلامي امارت که څه هم د امام علي رحمان د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې تل ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاور به د هېڅا پر ضد ونه کارول شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...