نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امريکا له لوري افغان پوځ ته ورکړل شوې وسلې او مهمات، دامهال د افغانستان په ځينو بازارونو کې په ازاده توګه پلورل کېږي.
دې ورځپاڼې ويلي، کندهار هغه ولايت دی چې په کې د امريکايي وسلو د پلورلو عمده او ازاد بازارونه موجود دي او د وسلو سوداګر په کې په خلاص زړه د امريکايي وسلو کارو بار کوي.
په راپور کې د سوداګرو په حواله ويل شوي، په يادو امريکايي وسلو کې لاسي بمونه، M4 ټوپک، ټوپانچې، عادي دروبينونه، د شپې دوربينونه او نور مهمات چې د امريکا له لوري افغان ځواکونو ته ورکړل شوي وو په بازار کې پلورل کېږي.
د سوداګرو په خبره، دا مهال د يوه M4 ټوپک بيه ۴زره ډالر، امريکايي ټوپانچه ۳۵۰، لاسي بم ۱۲۰۰ ډالر او دغه راز يو روسی کلاشينکوپ ۹سوه او د راکېټ يوه روسۍ مرمۍ په ۱۱سوه ډالر د کندهار وسلو په بازارونو کې پلورل کېږي.
نيويارک ټايمز د سوداګرو په حواله زياته کړې، په پاکستان کې بيا امريکايي وسلو ته د افغانستان په پرتله تقاضا ډېره او بيه يې زياته ده او له همدې امله دغه وسلې ياد هېواد ته هم قاچاق کېږي.
سوداګر وايي، د جګړې پرمهال طالبان لېوال وو چې امريکايي وسلې وکاروي خو پر افغانستان د بشپړې ولکې په ټينګولو او د زياتې امريکايي وسلې په ترلاسه کولو سره يو شمېر قومندانانو په بازار کې د دې وسلې پلورل پيل کړې او دغه راز د پخواني پوځ سرتېرو چې امريکايي وسله يې له ځان سره ساتلې وه، د پيسو ترلاسه کولو لپاره يې پلورلو ته مخه کړې.
خو د بلال کريمي په نوم د طالبانو يوه چارواکي بيا نيويارک ټايمز ته رد کړې چې ګواکې د دې ډلې قومندانانو دې نيول شوي امريکايي وسله خرڅه کړې وي.
امريکا په تېرو دوو لسيزو کې افغان پوځ ته پر سپکو او درنو وسلو سربېره، A29 بم غورځوونکي الوتکې، بلاک هاک او نورې ټرانسپورټي چورلکې، لوی او واړه هاموي ټانکونه هم ورکړي وو چې د يادو تجيزاتو ټولټال ازرښت ۸۳ ميليارد ډالرو ته رسېږي.