Home » سپورټ » افغان غر ختوونکو نجونو د بابا غره شافولادي څوکه د دویم ځل لپاره فتحه کړه
رویداد خبري آژانس

افغان غر ختوونکو نجونو د بابا غره شافولادي څوکه د دویم ځل لپاره فتحه کړه

بامیان ولایت رسنیز دفتر وایي د افغان غر ختوونکو ټیم اتو نجونو د بابا غره شافولادي څوکه د دویم ځل لپاره فتحه کړه.

د دغه ولایت دفتر په اعلامیه کې راغلي، په دې ټیم کې عاقله ‏‎هاشمي، فاطمه سلطاني، زهرا کریمي، حسینا حسین‌زاده، مبارکه محمدي، اژیناجهانبین، مرضیه مهاجر او ریحانه محمدي شاملې وې.

د مالوماتو پر بنسټ، دغه اته کسیزه ټیم د ثور میاشتې په ۲۳مه وتوانېدل چې د بابا غره لوړې څوکې ته ورسېږي.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم د یاد ټيم دوو لوبغاړو د افغانستان تر ټولو لوړه څوکه نوشاخ فتحه کړې وه.

د بابا غره شاه‌فولادي څوکه د افغانستان یو له لوړو څوکو څخه شمېرل کېږي چې د سمندر له سطحې څخه شاوخوا ۵۱۴۰ متره لوړوالی لري.

همدا څو ورځې دمخه هم یاده څوکه د نازیمه خیرزاد او تمنا جهان په نوم د دوو افغان نجونو له‌خوا فتحه شوې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...