پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې پرون يکشنبه د (لړم په ۳۰مه) يې د دوو ميرمنو په ګډون درې تنه هغه افغانان وګړي نيولي چې غوښتل يې جرمني ته په جعلي اسنادو لاړ شي.
د يادو نيول شويو کسانو نومونونه شېبه امين، نېدا خروټې او باعېث خروټی ښوودل شوي دي. چاروکو ويلي چې دا کسان جرمني ته د پرواز پرمهال د سلاماباد په هوايي ډګر کې نيول شوي.
پاکستاني چارواکو دا هم ويلي چې نيول شوي افغانان دا مهال د انساني قاچاق مخنيوي ادارې ته لېږدل شوي څو د يادې قضيې په تړاو ترې د پلټنو په ترڅ کې اضافي مالومات ترلاسه شي.
له افغانستان څخه بهرنيو هېودونو ته د هوايي پروازونو بندېدو له امله، دامهال ډېری افغانان اروپا او امريکا ته د اسلاماباد له هوايي ډګر وځي.