د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، دامهال افغانستان جدي بشري مرستو ته اړتيا لري او په خبره يې افغانانو ته د بشري مرستو رسول د ترکيې په لومړيتوبونو کې ځای لري.
نوموړي دا څرګندونې پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۹مه) په استامبول کې د اسلامي همکاريو سازمان د غونډې پرانيستو پرمهال کړي. اردوغان ويلي، په افغانستان کې سوله او ثبات ترکيې او اسلامي هېوادونو ته د يوې ګډې هيلې په توګه مطرح ده او زياتوي چې په همدې اساس به هېڅکله افغانانو ته شا نه کړي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان دا هم ويلي، چې په افغانستان کې د حسن نيت له مخې د وضعيت ښه کولو هڅه کوي څو په خبره يې په نوموړي هېواد کې له روان وضعيت د سيمې د زيانمنېدو مخنيوی وشي.
نوموړي دغه راز د کډوالۍ راتلونکي احتمالي څپې ته چې ترکيه ورسره مخ ده، هم اشاره کړې او ويلي يې دي، ترکيه دا مهال ۳.۶ ميليونه کډوالو کوربهتوب کوي او په خبره يې له دې زيات د کډوالۍ بله څپه نه شي زغملی.
نوموړی د ترکيې له لوري له افغانستان سره د همکاريو خبره داسې مهال کوي، چې تېره اوونۍ ترکيې او قطر دواړو د کابل هوايي ډګر د چارو په مديريت کې د ګډې همکاري هوکړه وکړه.