Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 135)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

متقي: تمه ده چې له اسلامي نړۍ سره به د متقابلو همکاريو زمينه برابره شي

بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست اميرخان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ نن اسلام‌اباد ته روان شو. د دغه وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر کې لېکلي، متقي به د افغانستان په استازولۍ په اسلام‌اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان ...

Read More »

کابل کې د پاسپورټونو وېش بيا پيل شو

د پاسپورټ رياست خبر ورکړ چې په کابل کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پر وړاندې ټولې تخنيکي ستونزې حل شوي او سر له سبا د يک‌شنبې په ورځ د (لېندۍ په ۲۸مه) بيا خلکو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيلوي. د پاسپورټ عمومي رئيس علم ګل حقاني نن ...

Read More »

د پاکستاني طالبانو مهم قومندان د بې‌پيلوټه الوتکې له بريد روغ وتلی

د تحريک طالبان پاکستان ډلې يوې سرچينې فرانس پرېس ژانس ته ويلي چې د مولوي فقير محمد په نوم د دې ډلې يو تن مهم قومندان د بې‌پيلوټه الوتکې له بريد ژوندی او روغ وتلی دی. سرچينې ويلي چې پر نوموړي ياد بريد په کونړ کې شوی دی. تحريک طالبان ...

Read More »

جاپان کې د اور لګېدنې له امله ۲۷ تنه وژل شوي

نړيوالو رسنيو د جاپان دولتي ټلوېزيون NHK په حواله خبر ورکړی چې د دغه هېواد اوساکا ښار په روغتون کې اور لګېدلی او زياتوي چې د يادې اور لګېدنې ډېری قربانيان په روغتون کې موجود ناروغان وو. په راپورو کې ويل شوي، يوه کس چې ګومان کېږي پر رواني ناروغۍ ...

Read More »

نصير احمد فايق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازی ټاکل شوی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ خبر ورکړی چې نصير احمد قايق په دغه سازمان کې د افغانستان دايمي استازی ټاکل شوی دی. د افغانستان استازولۍ په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، فايق به له دې وروسته د غلام اسحاقزي پر ځای په ملګرو ملتونو کې د ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د وسله‌وال بريد پرمهال پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوليسو وسله‌وال بريد شوی چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي. پېښه ځايي چارواکو هم تائيد کړې او ويلي يې دي چې ياد بريد بېګا د شپې ناوخته ډېورنډ کرښې ته څېرمه د غلام خان په ...

Read More »

شهزاده سرای کې ۲۱ کسيزه ډله نيول شوې چې ډالر يې قاچاق کول

اسلامي امارت خبر ورکړی چې د صرافيو په لوی ماکېټ شهزاده سرای کې يې د ډالرو د قاچاقبرو يوه ۲۱ کسيزه ډله نيولې او په خبره يې دې ډلې غوښتل ډالر پاکستان ته قاچاق کړي. دا خبر د کابل امنيه قومندانۍ وياند جنرال مبين هم په خپل ټوېټر خپور کړی ...

Read More »

زېلينسکي: پر اوکراين له بريد وړاندې دې پر روسيې بنديزونه وضعه شي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلينسکي وايي، د روسيې او اوکراين ترمنځ پر پوله موجوده وضعيت ته پام سره اړتيا ده چې اروپايي ټولنه پر اوکراين د روسيې له بريد وړاندې پر نوموړي هېواد بنديزونه وضعه کړي. نوموړي د اروپايي ټولنې له مشرانو سره په لېدنه کې ويلي، د اوس لپاره ...

Read More »

کابل کې يو ډالر تر ۹۴ افغانيو ته ښکته شوی

د افغانيو پر وړاندې د امريکايي ډالر نزولي حالت په ترڅ کې چې له پرون چهارشنبې راهيسې پيل شوی، نن پنج‌شنبه د (لېندۍ په ۲۵مه) يو ډالر د ۹۴ افغانيو په مقابل کې تبادله شو. له پرون راهيسې د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت نزولي حالت غوره کړی او ...

Read More »

قرېشي: نړيواله ټولنه دې د افغانستان په يوازې پرېښودو سره تاريخي تېروتنه نه کوي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي يو وار بيا خبر ورکړی، که نړيواله ټولنه له افغانستان سره همکاري ونه کړي، نو دغه هېواد بېرته د بې‌ثباتۍ خوا ته تلونکی دی. نوموړي له اسوشيېټيډ پرېس سره په مرکه کې ويلي، پاکستان هڅه کوي چې نړيوال دې ته قانع کړي، ...

Read More »