Home » افغانستان » قطر: امريکا او افغانستان دې د دوحې هوکړې لاسته راوړنې خوندي کړي

قطر: امريکا او افغانستان دې د دوحې هوکړې لاسته راوړنې خوندي کړي

په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن‌الظواهري له وژل کېدو څلور ورځې وروسته، د قطر بهرنيو چارو وزارت په يوه خپاره کړي بيان کې له امريکا او ط.البانو غوښتي چې د قطر هوکړې لاسته راوړنې خوندي کړي.

د قطر بهرنيو چارو وزارت په دې بيان کې ويلي، دواړه هېوادونه دې د قطر هوکړې ته په ژمنتيا سره اجازه نه ورکوي، چې افغانستان يو وار بيا د ترهګرو پر خوندي پټنځي بدل شی.

په بيان کې زياته شوې، چې د يادې هوکړې يوه اصلي موخه او هدف دا هم دی، څو د ترهکرۍ پر مرکز د افغانستان له بدلېدو مخنيوی وشي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغانستان کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني د هند له CNN-News18 ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، په افغانستان کې د القاعده شبکې هېڅ غړی حضور نه لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...