چين اعلان وکړ چې پر روسيې د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي هېوادونو له لوري د بنديزونو له لړۍ سره نه يو ځای کېږي او ياد بنديزونه يې غندلي دي.
د چين د بيمې او بانکي مقرراتو د تنظيم کمېسيون رئيس ګويو شوکينګ وايي، بيجينګ نه يوازې دا چې د يادو بنديزو په برخه کې له امريکا او لوېديځ سره همغږی نه دی، بلکې د يادو بنديزو کلک مخالف هم دی.
نوموړي نن چهارشنبه د (کب په ۱۱مه) يوه خبري کنفرانس ته ويلي، په داسې حال کې چې چين پر روسيې د وضعه شويو بنديزونو شريک نه دی، نو له همدې کبله به يې په خپله له روسيې او د سوداګرۍ له ټولو شريکو هېوادونو سره راکړه ورکړه په عادي ډول جاري وي.
شوکينګ پر روسيې وروستي وضعه شوي بنديزونه يو اړخيز بللي او زياته کړې يې ده، بیجينګ له يادو بنديزونو سره چې حقوقي اساس نه او ښه احتمالي پايله نه لري، موافق نه دی.
چين د يوه قدرت په توګه لومړنی هېواد دی چې پر روسيې يې د امريکا او اروپايي هېوادونو له لوري د وضعه شوو بنديزونو مخالفت وکړ. د اسوشيېټيډ پرېس د راپور له مخې، بيجينګ د مسکو د نفتو عمده واردوونکی دی او په نفتي برخه کې خپله اړتيا له همدې هېواد پوره کوي.