د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د هوني سیدانو کلي کې، د نجونو له منځني ښوونځي سره د بي بي زهرې په نوم کاناډا کې میشتې افغانې میرمنې د ۳۷۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.
دپوهنې وزارت وایي چې په دغه مرستو کې د ښوونځي ادارې ته توکي، د زده کوونکو لپاره د ښوونځي جامې، تیکري، بوټان، بکسې، ماسکونه، ۱۹ قلمه درسي توکي،او ځینې نور اړین توکي شامل دي.
دغه وزارت ویلي چې د زده کوونکو لپاره مرسته شوي توکي پر۳۴۰ زده کوونکو وېشل شوي، چې هرې زده کوونکې ته یوه جوړه جامې، یو ټیکری، یو جوړه بوټان، یوه بکسه او د اړتیا وړ قرطاسیه ور په برخه شوه.
د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیزاحمد هاشمي د هوني سیدانو د نجونو له منځني ښوونځي سره د یادې میرمنې مرسته ارزښتناکه بولي او زیاتوي، چې په دې مرستې سره د زده کوونکو د جامو او قرطاسیې او همداراز په ښوونځي کې د اداري توکو د نشتون ستونزې هوارې شوې.
د یادونې وړ ده چې یادې میرمنې او خاوند یې په تېرو کلونو کې هم د یاد ښوونځي له زده کوونکو سره ورته مرستې کړې دي.