Home » سیمه او نړی » کووټې کې پر پاکستاني پوځيانو درنه چاودنه شوې

کووټې کې پر پاکستاني پوځيانو درنه چاودنه شوې

د بلوچستان ځایي چارواکو خبر ورکړی چې نن دوشنبه د (سلواغې په ۱۸مه) په کووټې ښار کې پر پاکستاني پوځيانو درنه چاودنه شوې ده.

چارواکو ويلي چې چاودنه پر يوه بايسکل کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو په وسيله هغه مهال شوې، چې د پوځيانو يو موټر د کووټې اړوند په سرياب روډ سيمه کې له سيمې د تېرېدو په حال کې و.

ځايي اوسېدونکو بيا له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې چاودنه زوروره وه او له همدې کبله سيمې ته څېرمه د کورونو او ودانيو ښېښې هم ماتې شوي دي.

په بلوچستان کې چارواکو ويلي چې پوليس د پېښې ځای ته رسېدلي او د چاودنې له امله مړه او ټپيان يې روغتونونو ته لېږدولي دي. تر اوسه په دې چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره شمېر نه دی په ډاګه شوی.

په سم‌لاسي توګه د پاکستان پوځ هم د يادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي. تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د يادې چاودنې مسووليت نه دی منلی؛ خو په تېر کې د ورته بريدونو او چاودنو مسووليت بلوڅ بېلتون‌پالو غورځنګ او يا هم تحريک طالبان پاکستان په اړه اخيستی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...